كرك 08 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي مونږ پاكستان د ستونزو نه ويستې او د پرمختګ په ??اره مو روان كړے٬په جولائي كښې د پاكستان اولس ته پريكړه كول دي چې هغوي د تېر وخت كرپشن غواړي يا د پرمختګ سفر جاري ساتل غواړي٬هغوي د تورونو او كنځلو سياست غواړي يا شائستګۍ ته ووټ وركول غواړي٬د اولس ووټ حېثيت لري٬د دوي رايه تر ټولو مهمه ده٬پوره باور لرم چې پاكستان مسلم ليګ(ن)به د اولس د خوشحالۍ او پرمختګ د پروژو له امله د اولس پھ تائيد سره د كال 2018م په ??ول ټاكنو كښې برې ترلاسه كړي٬په ??ېواد كښې د توان په بحران قابو موندلې شوې٬كورونو او صنعتونو ته ګاز وركول كېږي۔ده دا خبرې د زيارت په ??رځ د خېبرپښتونخوا په ??رك سيمه كښې د نشپا تېل او ګاز او د اېل پي جي د ريكوري پلانټ پروژو پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په ??هال وكړ??۔و??يراعظم كرك لپاره د هېلت كارډ سكيم پېل كولو اعلان هم وكړو۔ده د او جي ډي سي اېل انتظاميې ته په ??رك كښې د ماډل سكول جوړولو هدايت هم وكړو۔دستورې ته پھ خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې كله مونږ په ??ال 2013م كښې اقتدار له راغلو نو هېواد د توان بحران پشمول يو شمېر چېلنجونو سره مخ وو۔په ??ېواد كښې به د 12 نه تر 18 ساعتو لوډشېدنګ كېدو٬نن الحمد الله نه يوازې مونږ د برېښنا په ??یداوار كښې خودكفيل يو بلكې زياته برېښنا هم پیدا كولې شو خو چې په ??ومو سيمو كښې د برېښنا غلا كېږي هلته د مجبورۍ له امله لوډشېډنګ كولې شي خو دا هم حقيقت دې چې زمونږ پېداواري صلاحيت د طلب نه زيات د??۔و??يراعظم ووئيل په ??ال 2013م كښې پاكستان سره 500 كلوميټره موټرويز وې نن په ??ېواد كښې 1700 كلوميټره اوږدې موټروېز د ترسره كېدو په حال كښې دي يا پېل شوي دي۔ وزيراعظم په ??رمختلليو هېوادونو كښې هم دا پروژې دومره په تندۍ سره نه ترسره كېږي دا ټول د نواز شريف او د مسلم ليګ(ن)د وژن نتيجه ده٬مونږ د نواز شريف وژن پوره كوو او د دې وژن له امله په ??ېواد كښې د توان په بحران قابو موندلې شوې۔ ??ه ووئېل نن هم د آئي اېم اېف يو راپور راغلې چې پكښې وئېلي شوي چې پاكستان د توان په ??مي قابو موندلې او اوس هېواد د پرمختګ په ??ار روان شوې۔او جي ډي سي اېل ډېر ښه كار كړی او د پاكستان د ستونزو په حل كښې يې خپل كردار ترسره كړی۔ده ووئيل د تېل او ګاز په څانګه كښې اوسني حكومت داسې ځانګړي اصلاحات كړي كوم چې د تېرو 60 كلونو په ??هال نه دي شوي۔وزيراعظم ووئيل د كرك دورې په ??ولو ډېر خوشحاله شوې يم چرته چې او جي ډي سي اېل د نشپا د تېلو او ګاز او اېل پي جي د پلانټ پروژې ترسره كړې ۔په دې د او جي ډي سي اېل اېم ډي او چيئرمېن او ملازمين ټول د مباركۍ حقدار دي۔ده ووئيل په دې سيمه كښې كمپنۍ كار كولو ته تيارې نه وې خو زمونږ چينائي وروڼو په ??حنت كار وكړو او په دې كښې يې برخه واخسته۔وزيراعظم ووئيل د پروژې څخه به او جي ډي سي اېل ته هركال 60 اربه روپۍ آمدن ترلاسه كېږي۔وزيراعظم په دې موقع په ??رك كښې د مېرمنو پوهنتون كېمپس٬د برېښنا د پروژو٬د اېن اېچ اے د لارې د دوه لويو لارو جوړولو پشمول د ګڼ شمېر پروژو اعلان وكړو۔وزيراعظم ووئيل په ??ره ضلع كښې پوهنتون د مسلم ليګ(ن)د حكومت پالېسي ده٬ځكه دلته به د ويمن پوهنتون كېمپس جوړولې شي۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پروژې پرانسته وكړه۔په دې موقع وزيراعظم ته د نشپا تېل او ګاز او د اېل پي جي د پروژې په اړه اړوندو چارواكو بريفنګ وركړو۔ده ته ووئيل شول د تېلو او ګاز پروژې څخه به په ??رځني بنياد 98ملينه مكعب فټه ګاز او د اېل پي جي ريكوري پلانټ څخه به هره ورځ 3700 مېټرك ټنه اېل پي جي ترلاسه شي۔د پروژې څخه به هره ورځ اتلس زره 400 بېرل تېل هم ترلاسه شي۔پرو??و سره به د تېل او ګاز درآمدي بل كم شي او د روزګار نوې موقعې به په ??اس راشي۔كرك ته په رسېدو د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا د وزيراعظم هركلے وكړو