اسلام آباد 12 فروری (اے پي پي﴾ سپريم كورټ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د نااهلۍ او قطر سره د ??ېل اېن جي لوظ نامې منسوخ كولو په اړه د شېخ رشيد درخواست خارج كړېدې ۔د اورېدنې په مهال چ??ف جسټس آف پاكستان ميا ثاقب نثار ريماركس وركولو سره ووئيل د كېس جاج اخستو څخه وروستو په دې نتيجه رسېدلې يو چې دا خواست د آئين آرټيكل 3 ٬ 184 په زمره كښې نه راځي۔ده ??وئ??ل شاهد خاقان عباسي د كوم آرټيكل ترمخه نااهل كړو مونږ ته حقائق وښايه۔ زمونږ په خيال د ??ېل اېن جي لوظ نامه د دوو حكومتونو ترمينځه شوې وه او په لوظ نامه كښې به د ضروري څيزونو خيال ساتلې شوې وو٬ ده ??وئ???? خواست كونكې د ??ېل اېن جي په لوظ نامه كښې د كرپشن پلټنو له اړوندو ادارو سره خبره كولې شي٬په داسې كيسونو كښې به لاس وهنه نه كوو۔وړاندې د ريكوډېك او سټل ملز په ډول مقدمو په سوب په نړيواله توګه هېواد ته زيان رسېدلې٬په نړيواله كچه مونږه شرمندګۍ سره مخ شوي يو٬اوس به مونږ سياسي مقدمې نه شو اورېدلې۔ چ??ف جسټس ??وئ??ل كه پلټنې غواړې نو نېب ته لاړ شه نېب آزاده اداره ده۔په هېواد كښې ادارې دې لپاره جوړې كړی شوي چې هغه قامي خزانې سره اړوندې چارې وګوري۔د ګل په ورځ د چ??ف جسټس ميا ثاقب نثار پھ مشرۍ كښې درې كسيزه بېنچ سماعت وكړو نو د شېخ رشيد وكيل سردار لطيف كهوسه موقف اختيار كړو چې دا مقدمه په درېم ځل عدالت ته راغلې۔درې ځله د عدالتي احكاماتو خلاف ورزي شوې۔په دې چ??ف جسټس ووئيل مونږ ته دې حقائق راكړې شي او دا دې ووئيلې شي چې وزيراعظم د كوم آرټيكل ترمخه نااهل كړو۔چ??ف جسټس ووئيل دا مقدمه د بنيادي بشري حقونو آرټيكل پھ زمره كښې نه راځي او مونږ سياسي مقدمې اورېدل نه غواړو۔ عدالت ??وئ??ل نېب د كرپشن معاملې پلټنې كولې شي۔د عدالتي پرېكړو په تناظر كښې نېب ته رجوع كېدې شي٬مونږ تاسو نېب ته نه لېږو٬تاسو پخپله نېب ته رجوع كولې شي ٬ دغسې ٬عدالت د دلائلو اورېدو څخه وروستو د وزيراعظم د نااهلۍ او د ??ېل اېن جي لوظ نامې منسوخ كولو لپاره دائر كړی خواستونه خارج كړل