اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه په مشرۍ كښې اعلی كچ پلاوې به د پاكستان يو والي اېكشن پلان ترمخه اے پي اے پي اېس وړومبۍ غونډه كښې ګډون له په درېمه فرورۍ افغانستتان ته ځي۔ د شورؤ په ورځ افغان خبر رسنې اد??رې كابل كښې د پاكستان سفارت لخوا د جاري بيان په حواله وئيلي دي چې د خارجه سېكترې په مشرۍ كښې پاكستان پلاوې به افغان چارواكو سره د ترهګرۍ مخنيوي ٬ د روغې جوړې او د افغان كډوالو ستنېدو په شمول تعميري خبرې اترې كوي۔ بيان كښې وئيلي شوي دي پاكستان د ميډيا د ل??رې د ډپلومېسي په ځائې افغانستان سره په دولتي او س??ېټ ټو س??ېټ كچه رابطې غواړي۔ پاكستان په دغه بنيادونو د افغان داخله وزير وېس احمد برمك او اېن ډي اېس مشر معصوم ستانك زئۍ اسلام آباد ته راتګ لپاره د افغان دولت خواست قبول كړې۔