اسلام آباد 29 دسمبر (اے پی پی) اقتصادي رابطه كم??ټۍ (اي سي سي) د 41 زره مېټرك ټنه ي??ريا سرې د برآمد په حتمي موده كښې تر 28مې فرورۍ پراختيا ٬٬ د 35 زره مېټرك ټنه ي??ريا اضافي سره سري لنكا ته د برآمد كولو منظوري وركړې ده ۔د اقتصادي رابطه كم??ټۍ (اي سي سي) د وز??راعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې د ناول اېكسپورټرز لمېټډ وېسپوګروپ بي وي نېدلېنډز 70 فيصده حصحص ترلاسه كولو لپاره د خپل خاص خارجي كرنسۍ اكاٶنټ څخه د 8.425 مېليونه ي??رو د ترسيل د اجازې وركولو تجويزهم منظور كړې شو۔ اي سي سي سېنټرل پاور پرچېزنګ اېجنسۍ ته د 4 آئي پي پيز (مېسرز فېف پاور لمېټډ٬ مېسرز اورينټ پاور لمېټډ مېسرز سېفائرالېكټرك كمپنۍ او د مېسرز هلمور پاور جنرېشن پاور كمپنۍ لمېټډ لخوا د آر اېل اېن جي پېداوار لپاره د نظر ثاني شوې ادائېګۍ شرطونو پحقله په لوظنامه د لاسليك واك اختيار وركړې شو٬ دا آئي پي پيز د ډبل فيول پلانټس جوګه دي كوم چې د پرائمري فېول په توګه د قدرتي ګاز او دغسې په ثانوي متبادل اېندهن په توګه په هائي سپيډ ډيزل هم چلېدې شي۔ دا آئي پي پيز به په آر اېل اېن جي چلولو سره به هره مياشت ځاڼګرې بچت كېږي۔ اي سي سي د انكم ټېكس آرډيننس 2001 د شق ( p) له مخې نان فائلرز لپاره د 0.4 فيصده كم?? شوې شرح د ودهولډنګ ټېكس اطلاق لپاره تر 30 جون 2018 د پراختيا تجويز هم منظور كړے دے