اسلام آباد ۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) د آزاد كشمير وزير??عظ?? راجه محمد فاروق حېدر وئيلي دي پاكستان په نړيواله كچه د كشمير تر ټولو لوئے وكيل دے۔ خبريال دې د ??پل قلم او كېمرې د لارې د كشمير صورتحال نړ?? ته وړاندې كړي۔ هند مقبوضه وادۍ كښې د بشري حقونو سخته خلاف ورزي كوي۔ د هند زور ظلم او زياتې نړ?? ته په ډاګه كول د وخت غوښتنه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د آزاد جموں و کشمیر پرېس فاؤنډېشن دستورې ته خطاب كښې ??كړه۔ ده ووئيل ما د پاكستان وزير??عظ?? شاهد خاقان عباسي ته هم وئيلي چې د كشمير مسئله بايد په سياسي توګه د پورته كولو په ځائې د بشري حقونو په بنياد پورته كړې شي۔ د پاكستان نه غېر د كشميري اولس كوم وكيل نشته۔ ده ميډيا ته خواست وكړو چې د كشمري مسئله په ډاګه كړي۔ خبريال د ټولنې سترګې دي او دوئي د ??پل محنت د لارې خبر راوړ??و سره د اولس شعور بېداروي۔ ده په دې مهال د 10 ضلعو پرېس كلبونو ته كمپيوټرې وركړې ٬ سندونه او د مرستې چېكونه ئې هم ووېشل۔ دستورې ته د پرېس فاؤنډېشن چیئرمین او د صحافتي تنظيمونو نمائندګانو هم خطاب وكړو۔