اسلام آباد 10 اکتوبر(اے پي پي) ?? خارجه چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي حكومت به خپل پنځه كلنه آئيني موده ترسره كوي٬ مسلم ليګ (ن) به په راتلونكو ټولټاكنو كښې هم د يو كامياب ګوند په توګه رامخې ته كېږي۔ د نهې په ورځ خپلې يوې مركه ك??ې ده ووئيل محمد نواز شریف د لندن نه پاكستان ته راغې او عدالت ته وړاندې شوے۔ ده ووئيل د جے آئي ټي په عمل د تحفظاتو باوجود شريفې كورنۍ عدالتونو سره مرسته كړې۔د قامي اېكشن پلان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل قامي اېكشن پلان هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمې له جوړ كړې شوې ٶ۔ ده ووئيل ټولو ??امي ادارو او سياسي ګوندونو په قامي اېكشن پلان عملدرآمد لپاره اتفاق كړې۔ امريكې سره د اړيكو په اړه د پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل پاکستان امریکې سره د برابرۍ په بنياد ښې اړيكې غواري٬ د چا ډكټېشن به نه قبولو٬ ټول اقدامات به د قام ګټې له كولې شي۔ ده ووئيل امريكا دې په افغانستان كې د داعش د موجودګۍ پلټنې وكړي ۔ ده ووئيل د پاكستان يوازې كولو ??ره پاليسي به ناكامه كېږي۔ خواجه آصف ووئيل د افغان پاليسۍ پحقله د پاكستان سول او پوځي قيادت يو موټے دي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2020)