لندن 22 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي امرېكه كښې د ملګرو ملتونو دوره بشپړولو نه پس لندن ته رسېدلې ۔ په دې موقع وز??را??ظم شاهد خاقان عباسي د بېلا بېلو هېوادونو لارښودو سره ملاقاتونه كړي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ېې د پاكستان كردار په ډاګه كړې او د عمومي اسمبلۍ 72مې غونډې ته وېنا او د او آئي س?? رابطه ډلې سره ملاقت كړے ۔دغسې وز??را??ظم ميډيا سره مركه كړې او د امریکې، برتانیې، اردن، ترکیې، نیپال، ایران او سري لنکا مشرانو سره په دوه اړخيزه معاملو خبرې اترې او په بېلا بېلو فورمونو د پاكستان مقدمه په ښه ډول پیش كړې ده ۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال وز??را??ظم چې د كومو هېوادونو مشرانو او مهمو شخصياتو سره ملاقاتونه كړې په هغوي كښې د امريكې او??س مشر ډونلډ ټرمپ ٬ دوهم او??س مشر مائيك پنس ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتوينوګيټريس٬ د نيپال وز??را??ظم شېر بهادر ديوبا٬ د بل اينډ ملينډ اګيټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن بل ګيټس ٬ د جنرل الېكټرك نائب صدر جان رائس٬ د سري لنكا او??س مشر ميتهري پالاسري س??نا ٬د تركيه او??س مشر رجب طيب اردوان ٬ د اردن ??اه عبدالله دوم شامل دي ۔